اغیار خو وايي د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته له پښتو سره ځم

ځینې وایي پښتو ژبه د نړۍ ترټولو له سختو ژبو څخه شمیرل کیږي خو د دې ترڅنګ یوه ډیره جالبه، خوږه او په زړه پورې ژبه هم ده. د دې ژبې مینوال د پښتو سره د مینې په برخه کې وایي، اغیار خو وایي د دوزخ ژبه ده ، زه به جنت ته له پښتو سره ځم. دا زما لپاره یعنې د یو چینایي لپاره رښتیا ده.

کله چې زه په ۲۰۰۰ کال کې د بېجینګ د نشراتي پوهنځي د بهرنیو ژبو په څانګه کې شامل شوم، د لومړي ځل لپاره له پښتو ژبې سره مخامخ شوم. په هغه وخت کې مې د پښتو ژبې په اړه ډیر کم معلومات درلودل او یوازې په دې پوهیدم چې پښتو د چین د ګاونډي هیواد افغانستان ملي او حکومتي ژبه ده او بس. تر اوسه پورې مې د ۱۸ کالونو په بهیر کې له پښتو او د پښتو ژبې په وسیله له افغانستان سره نږدې اړیکې ټینګې شوې او ټینګې کړې دي. نو ویلی شم چې پښتو او افغانستان زما له ځوانۍ او زلمیتوب سره دایمي او نږدې ملګرتیا کړې ده. په دې بهیر کې ډیرې په زړه پورې خاطرې او کیسې هم شته چې د یادونې وړ دي.

په پوهنځي کې مو دوه قدرمن استاذان درلودل چې دواړه سپین ږیري شوي دي. دوی دواړو د تیرې پیړۍ په پنځمه لسیزه کې په کابل پوهنتون کې پښتو ژبه زده کړې او له فارغیدو وروسته همیشه د هغو کارونو په اړه بوخت پاتې شوي دي چې له افغانستان سره تړاو لري. په هغه وخت کې یعنې په ۲۰۰۰ کال کې زموږ پر وړاندې ترټولو نه لویه ستونزه دا وه چې په چین کې د پښتو ژبې د زده کړې تدریسي کتابونه او قاموسونه نه وو. موږ یوازې له استاذانو څخه مخ په مخ زده کړه کوله او ټول معلومات مو په کتابچو کې لیکل. دغه راز کله چې موږ تر څلور کلنو زده کړو وروسته له پوهنځي څخه فارغ شوو نو د چینایانو لپاره د پښتو ژبې د زده کړې لومړی تدریسي کتاب مو رامنځته او جوړ کړ.

له نېکمرغه اوس د چین په څو پوهنتونونو کې د پښتو ژبې تدریس کیږي او دا د خوښۍ خبره ده چې اوس د پخوا په پرتله ډیر محصلین پښتو ژبه زده کوي. د دوی لپاره په کتابتونونو او انترنټ کې بې شمیره پښتو تحریري، تصویري، غږیز یا ویډيویي مواد شته او د زده کړې شرایط ورته ډیر ښه او اسانه شوي دي. د دې ترڅنګ د چین او افغانستان ترمنځ تګ راتګ هم ډیر زیات شوی دی. په چین کې سلګونه افغان محصلین یا سوداګران ژوند کوي. زه به یوه خپله خاطره یاده کړم : یو ځل په میترو کې ولاړ وم، څنګ کې مې دوو بهرنیانو خبرې کولې. ناڅاپه یې زما پاملرنه جلب کړه او پوه شوم چې دوی په پښتو خبرې کوي. کله چې ما دوی سره روغبړ وکړ، دوی ډیر حیران شول چې د چین په میترو کې یو چینایي په پښتو پوهیږي او خبرې کوي.

باید ووایو پښتو د بهرنیانو لپاره ډیره سخته ده. تر اوسه زه لا هم د پښتو ژبې په اړه ځینی اساسي پوښتنې لرم. مثلاً پښتو په دقیقه توګه څومره حروف لري؟ څلوېښت، دری څلوېښت یا څلور څلوېښت حروف لري؟ زه یقیني نه یم. دا پنځه ی ګانې یو یا پنځه بېلا بېل حروف شمیرل کیږي او که نه؟ په پښتو کې څومره غږونه شته؟ دا یوازې ابتدایي پوښتنې یا ستونزې دي. د نومونو او صفتونو نارینه او ښځینه شکلونه او د دوی بدلونونه او دغه راز په تیر وخت کې د مصدرونو تغیرات او څنګه تغیریدل د بهرنیو زده کوونکو لپاره د جګو غرونو په شان ستونزمن دي. زه یو مثال وړاندی کوم : پرون زه یو سپي وخوړلم خو موږ کله کله داسی وایو چې پرون زه یو سپی وخوړلم.

پښتو ژبه د چیني ژبې په شان اوږد تاریخ او رنګارنګ لهجې لري. د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو او تمدنونو ترمنځ په تبادلې سره په چیني یا پښتو ژبه کې د نورو ژبو بڼې هم لیدل کیږي. دا د ژبو رنګونه هم بلل کیږي. که زما په شان بهرنیان وغواړي له افغان دوستانو سره له خنډ پرته خبرې وکړي نو باید په رنګارنګ لغتونو او لهجو پوه شي. مثلاً افغانستان زموږ ګاونډی هیواد دی خو کله کله د ګاونډي پر ځای همسایه هم کارول کیږي، او یا لکه دا دنګه، جګه، لوړه، هسکه ودانۍ.

په دې کې شک نه شته چې د چین او افغانستان ترمنځ سیاسي، امنیتي، اقتصادي، تجارتي او کلتوري اړیکې او تګ راتګ مخ پر زیاتېدو دي. ژبه د خلکو تر منځ د تبادلې لپاره پل دی او د یو هیواد رسمي ژبه د دغه هیواد د پیژندلو کړکۍ ده. ژبه وسیله هم ده. موږ د یو بل هیواد د ژبو له لارې مثلاً چیني، پښتو او دري حتی انګلیسي ژبو په وسیله لازیات ملګري پیژندلی او ښه دوستان موندلی شو. که موږ غواړو د ژبې له لارې خپل فکرونه په دقیق او سم ډول څرګند کړو نو باید دغه وسیله په دقیق او سم ډول وکاروو. د پښتو ژبې په برخه کې د چین د ښوونکو او زده کوونکو او د افغانستان د کارپوهانو ګډو هلو ځلو ته اړتیا شته.

د یادونې وړ خبره دا ده چې د چین پښتو خپرونې د ۱۹۷۳ کال د جولای میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیل شوې دي یعنی سږ کال د دغو خپرونو د پیلېدو او جوړیدو ۴۵ مه کالیزه ده. دغه خپرونې له پیل څخه د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ ټینګښت خپله دایمي دنده بللې او بولي. مخکې له مخکې د دغو خپرونو د ۴۵ مې کالیزې مبارکي د زړه له کومې ټولو دوستانو ته وایم. هیله ده چې د پښتو ژبې او دري ژبې له لارې د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ غږ نورهم قوي، پراخ او ځلانده شي.

(شي مونګ) د چین نړیوالې راډیو پښتو څانګې مشر