افراطي وسله وال د بنګله دېش لیکوال ګواښي

ملګرو ملتونو د بنګله دېش د لیکوالو د وضعیت په اړه جدي اندیښنه ښودلې او د دغه هېواد له چارواکو څخه یې د لیکوالو وضعیت ته د عاجلې او جدي پاملرنې غوښتنه کړې.

 دغه غوښتنه ترهغې وروسته شوې،چې د بنګله دېش یو وېبلاک لیکونکی لیکوال نیوی نیل پرون پخپل کورکې سخت دریځو وسله والو وژلی.

د دولت ضدو وسله والو لخوا دا پېښه د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکا کې رامنځته شوې ده.

ملګرو ملتونو د دې پېښې په غبرګون کې دا پېښه په جدیت سره غندلې او د بنګله دېش دولت یې د لیکوالو د ځاني خوندیتوب لپاره جدي اقداماتو ته بللی.

 د بنګله دېش د ویبلاک لیکونکو د شبکې مشر عمران سرکار ویلي،چې نیوی نیل له څه مودې راهیسې د سخت دریځو وسله والو تر څار او ګواښ لاندې و.

سرکار دا هم ویلي،چې له روان میلادي کال راهیسې دا په بنګله دېش کې د لیکوالو د ورته وژنې څلورمه پېښه ده.

 د نیوی نیل پهاړه ویل شوي،چې ۴۰ کلن و او د افراطیت خلاف یې لیکنې او مبارزه کوله.

 د دغو لیکوالو د وژنې خلاف په بنګله دېش کې پراخ ولسي اعتراضونه هم شوي دي.

بنګله دېش له پاکستان څخه جلا شوی اسیایي هېواد دی،چې وېل کیږي له پاکستان څخه تمویلیدونکې افراطي ډلې پکې ترقي غوښتونکي او روشنفکره لیکوال او مبارزین ځپل غواړي.