افسانه څه ته وایي؟

لیکنه: رحیم الله ځيرک

افسانه دلغوي څېړنې له مخې دافسون څخه اخیستل شوې کلیمه ده ،چې افسون په لغت کې جادوکولوته وایي اوهغه کیسې چې دجادو،پیریانو،دیبانواوښاپیریوپه اړه موجودې دي .هغه کیسوته افسانه وایي .

افسانه دفورم له مخې کوم ډول نه دی،بلکې یومتحوای څیزدی .نومونږکولای شویوه افسانه په شعرکې راوړو،لنډې کیسې په فورم کې یې راوړواویاهم دناول په فورم کې یې راوړو.

افسانه دروم له تمدن څخه مخکې دنړۍ په ادبیاتوکې پیل شوې ده ،څکه نوپه نړۍ له هغه وخته راهیسې جادوپیل شوې ده. نودهغه زمانې څخه تراوسه پورې افسانې دخلکوخولې ته لویدلې ده اوځینې یې حقیقي اړخونه هم لري .ځکه جادوکوم نامنل شوی شی نه دی .اوپه نړۍ کې زیات شته په ځانګړې توګه په شرقي ټولنوکې ،چې په شرق کې یې ترټولولوی مرکزدهندهیواد دی.

په پښتوادب کې داډول افسانوي نثرخورازیات شته ،چې کابوټول یې بهرني نکلونه دي .اودزیاتوالی یوعلت یې داښودلای شو،چې زمونږمدنیت څخه لېرې پاتې ټولنه ده اوخرافات خوراپه پراخه پیمانه پرې اغیزه کړې ده .نوپه همدې اساس زمونږ دټولنې خلک خرافاتواوپه هره موضوع کې د افراطیت له کبله له داډول افسانوسره ډېره علاقه لري .په پښتوادب کې تردم ګړیه زیاتې مشهورې افسانې دعلاولدین څراغ لیمولال زب زبانه ښاپیرۍ ده.

دافسانوترټولولوی خاصیت دادی ،چې له خیالي نړۍ سره تړاولري کله ،چې څوک کوم داسې ښکلی څه ،څای اویاڅوک ویني ،چې ده په ټول ژوندکې نه وي لیدلی نو وایي چې افسانوی ښکلي یې درلوده .دلته دوه هدفونه ځینې اخیستل کیږي یوداچې جادویي ښکلا یې درلوده بله داچې خیالي اوتصوري ښکلایې درلوده.

دکوزې پښتونخواپیاوړي لیکوال محمد داؤدمومند لیکي ،چې تراوسه پورې دافسانې څه حتمي تعریف نه دی شوی .که په افسانه کې دچااختصارخوښ شوی دی .هغه وایې چې افسانه لنډه کیسه وي.

که وحدت تاثیریې دچا خوښ شوی دی هغه وایي ،چې داسې کیسه چې په لوستونکي داول نه ترآخره یواغېزغورڅوي هغه افسانه ده .ځینې بیا وایي چې دایوه خیالي یافکري کیسه وي ،چې دژوندون یا کرداریواړخ ښکاره کوي اوپه لنډ تنګ وخت کې لوستی کیدای شي.

په لنډ ډول ویلای شو ،چې افسانه داسې کیسه ده ،چې دانسان اوحقیقي یواړخ وړاندې کوي اودومره اوږده وي چې په نیمه ګړۍ کې ختمه شي یاکم له کمه په یوه ناسته کې پای ته ورسیږي.

افسانه دکیسه یزادب په ګڼوصنفونوکې یوصنف دی ،چې یاپه خپله هیستی اومعنوي ډول په نورو قسمونوکې ویشلې شوې ده ،چې وړاندې به یې په تفصیلي سره ذکرکوؤ .پښتوادب ته افسانه ځکه راننوته ،خپل سفریې له کومه ځایه شروع کړواوتردې دمه له کوموپړاوونوڅخه راتېره شوې ده. په دې هکله به تفصیلي بحث وړاندې کړو.

د(اصناف اردومختصرتاریخ ) لیکوال ښاغلی عطمش دراني لیکي «دافسانې لغوي معنا دروغ خبره په اوردوادب کې افسانه اصصلاحا هغه مختصرې کیسې (شارټ سټوري ته ویلی شي ،چې په کې دژوند دیواړخ مکمله عکاسي وي .په ارودوکې ددې دله پاره یوبله اصطلاح هم استعمال شوې ده اوهغه ده مخصتره افسانه ».

مختصره افسانه یوازې هغه افسانه نه وي ،چې یوازې مختصروي ددې نه علاوه هغه نوره هم ډېره څه لري .اختصارددې بنیادخصوصیت دی .ولې داختصارسره سره چې ترکومې په دې کې نورخصوصیت موجود نه وي.

نومخصرافسانه ورته نه شي ویلي کیدای .نومختصرافسانه یوفن دی ،چې کوم خیال جمالیات اصول اوفني مقتضیات دي افسانه چې ترکوم هغه پوره نه کړي .ترهغې ورته مختصره افسانه ویل ګرانه ده.ددې لیکوال په نظره افسانه کې دپلاټ اوکردارپه مقابل کې زیات اهمیت دلیکوال نقطه نظرته حاصل دی.

په (۱۸۴۲) کال کې امریکایي مشهورادبپوه بډګرایلن پودهارتورن دافسانوپه دیباچه کې ددې فن ستاینه په دې ټکوکې کړې ده.

یوه افسانه دې له نیمې ګړۍ څخه پیل تر دوه ساعته پورې دوام وکړي اوختمه شي یاافسانه هغه نثري داستان دی ،چې په یوه ناسته کې ختمیږي .

برانډرمتېهسیوز The philosophy of the skost کې لیکي چې «وړه افسانه دهغوکیسونه یوځان ترڅیزدی .کومې چې کیسې هم وي او ورسره وړې هم دادکیسې یوښکاره بېل فني شکل لري .ورکوڼوالی ،نوی والی ،دفن ښکلا اودخیال ګډون ددې بېلتون دنوروکیسو نه کوي ».

آسیسن ول لیکي چې «مختصره افسانه یوداسې ورکوټی فکري داستان دی ،چې په هغې کې دیوې خاصې واقعې یوخاص کردار‌‌ذکرشي په هغې کې پلاټ وي اودهغې پلاټ تفصیلات دومره تړلي وي اوبیان یې دومره کلک اومنظم وي چې هغوي یومتحداثرپیداکړي ».

Esehwich دافسانې تعریف داسې کوي .

«افسانه یوداسې مختصرفکري داستان دی ،چې کوم په یوه خاص واقعه یاکردار رڼا اچولی شوې وي .چې دکوم دپلاټ کړۍ داسې جوخستې وي ،چې یو مجموعي اثرقایم کړی شي ».

The art of fiction هملتن لیکي .

«وړه کیسه یولنډخیالي تخلیق دی په کوم کې چې دیوې ځانګړې واقعي یادیوځانګړي کردارنقشه دپلاټ په ذریعه دډېرو کموټکوباندې دډیراثرغورزونکي اندازله برکته دلوستونکي په مغزوباندې لګي یواثرپیدا کړي ».

هډسن دافسانې دلنډوالي په لړکې لیکي چې «دلنډې افسانې دپاره تش لنډوالي اواختصارشرط نه دی .بلکې په کار ده ،چې دمقصدیت انداز اوتکتیک په لحاظ هم داځانته مخصوص رنګ لري ».

انساییکلوپیدیابرټانیکا د اووم ټوک په ۷۱۱مخ کې دلنډې کیسې یاافسانې تعریف داسې شوی دی .

«افسانه دکیسې هغه شکل دی ،چې دکومې دپاره انګریزي کې ورته short story نوم استعمالیږي .داناول اوداستان ارتقایي اوترقي یاقته صورت دی .دافسانې جامع تعریف آسان څېزدی ځکه چې ددې ډیرتعریفونه شوي دي».

دکیسې دتفصیلي ‌ذکرنه پس ښاغلی دوست محمدکامل مومند دګجرېد دیباچې په ۷۰ مخ کې دافسانې ذکرداسې کوي .

«دکیسې له پیله نه تراوسه په خپل ژوند کې له ډیرو مرحلو تیره اوډیرې خبرې یې بدلې اوخپلې کړې دي،چې له فني نقطه یې نظره نن سبا ډیراهم مشهوراومقبول صنفونو ډرامه ،ناول ،افسانه اووړه کیسه ګڼل کیږي ،چې ورستۍ یادشوې صنف دنولسمې عیسوي صدۍ په پیل کې ځان یومستقل فن په حیث ښکاره کړ. اوپه نثـــــــري ادب کې اوبیاپه تېـــــره دکیسې په کهـــــاله کې یوه بې شانه اوپه زړه پـــــــورې څانګه وګرځیده »(۸ :۱۴۷-۱۷۱).

دشکل له مخې دافسانې عمرلنډنه اوږد دی .آن دانساني اوبشري له پیله سره شوی دی ،خودمحتوا اومضمون له پلوه یې مختلف پړاوونه وهلي دي .ځینې ځیړونکي په دې نظردي ،چې افسانه دلومړي څل له پاره په غرب کې وزیږیده او ورو ورو یې خپله لمن پراخه کړه .ځینې حکایتونه اوکیسې به یې په لنډجملواولنډموضوعاتوکې ویلې ،چې عشقي خونداورنګ یې درلود .اوټوکوټکالومحتوا به یې څرګندوله .

دمنځنیو پیړیو ترپایه پورې دلنډوکیسو دپخوانۍ افسانې محتوا همداسې وه .خو درنسانس دوره پیل شوه ،کیسواوحکایتونو،لطیفواونوروافسانو ته ورته صنفونوخپله موضوع بدله کړه .

دعشقي موضوعاتوپرځای یې درسي ،دیني ،ښوونېز،روزنېز اوخلاقي شکل ځانته غوره کړ.چاچې دلومړي څل له پاره دافسانې لیکلوته قلم تېره کړ اودزړه له خلاصه یې دپښتوادب لمن دیوه نوي صنف اوژانر په راخپلولورنګینه کړه.

هغه دپښتوژبې خورا خوږ ژبی شاعر ،ادیب اولیکوال استاد راحت زاخیلي دی ،چې دلومړي ځل له پاره یې دشلېدلې پڼې په نوم یوه افسانه وکښله اودافسانې دمینوالو تنده یې پرماته شوه.

په دې هکله ځینې نظریات داسې دي ،چې ګڼې لومړنۍ افسانه چې استاد راحت زاخیلي لیکلې ده هغه شلېدلې پڼه نه بلکې ګونډه انجلۍ نومیږي .چې په ۱۹۱۷کال کې یې لیکل شوې ده .حال داچې په پښتوادبیاتوکې لومړنۍ افسانه شلیدلې پڼه ده چې په ۱۹۰۸کال دنوموړي لیکوال له خوا لیکل شوې ده .قلندمومند دانقلاب ورځپاڼې دیوه ادبي اډنیشن په پاڼوکې څرګنده کړې ده ،چې دپښتوژبې لومړنۍ افسانه نګار یوانګریزي لیکوال جي جي لوریمر دی.

افسانه دخپل جوړښت ،ډیزاین اومحتوا له پلوه خورا لرغونی تاریخ لري .ددې ادبي ژانرلویه سرچینه دلوی کتاب قران کریم څخه اخیستل شوې ده .لکه دالقلم سورت ۲۵ایت شریف کې (اذاتتلی علیه ایتناقال اساطیرالاولین ).دافسانې اواسطورې ترټولوښه نمونه کیدای شي .کلونه په خوا افسانوفولکوریکې بڼې درلودې ،خودوخت په تېریدوسره یې لیکنې بڼې ځانته غوره کړې .نوویلای شو،چې افسانه هم دمحتوا له پلوه بېلابېل ډولونه لري .لکه عشقي ،درسي ،ټولنېزې ،دیني اواخلاقي ،چې هریوډول یې دسکښت اوجوړښت له مخې ځانګړی کرکټر،ژبه ،زاویه اوطرح غواړي.

دمعاصروڅېړنوپه اعتبار افسانه یوه کتابي ډرامه بلل کیږي .په دې وجه چې په کې یوازې یودلوستواحساس ترسره کیږي .په افسانه کې تربل هرادبي ژانراغېزه کمه ترسترګوکیږي ،ځکه لنډ جوړښت لري اودیوې پېښې ثبوت راسپړي.

نودافسانې نګار وړتیاهم داده چې خپل ټول رنګونه ددغه پېښې په روښانه کولوکې ولګوي . په افسانه لیکنه کې چاپیریال جوړونه ترټولو لویه لاسته راوړنه ده اودافسانې نګار ترټولولوی جوړښت بلل کیږي .نوویلای شوچې افسانه دچاپیریال اوټولنېزې پېښې ترټولو کوچنی انقلاب ګڼل کیږي .