افغانان سوله غواړي او نړیوال باید له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

د ملګرو ملتون غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل، افغانان سولې ته انتظار کوي او سوله غواړي.

محب وویل، افغانان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتونکي دي، نوموړي زیاته کړه افغانان د نړیوالي ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې هره ورځ قرباني ورکوي.

محب وویل، وروستیو اقلیمي تغیراتو او وچکالیو افغانستان ډېر وځپه او همدا لامل دی، چې افغان ولس له سخت فقر سره ژوند کوي، افغان حکومت ددې ستونزې د حل په لټه کې دی، ترڅو دې ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.