افغانان څه ته اړتیا لري؟

  لېکنه: شکیل احمد سعید

په نننۍ نړۍ کې د چټک پرمختګ او سمو چارو د پرمخ بيولو ګټوره او کارنده وسيله سيستم دی، چې د یو شمیر خپلواکو عناصرو مجموعه ګڼل کېږي او د یو کار د ښه ترسراوي په موخه کارول کېږي. دغه راز د سيستم کلمه د يو جوړښت او چوکاټ په بڼه هم کارول شوې چې په اړونده برخه کې د غوره بدلون لپاره کار کوي یا په بله مانا نظام خپله یو سیستم دی، ځکه نظام یو مصدر دی، چې د نظم څخه اخیستل شوی. دا یو عربي کلمه ده چې په تار کې د ملغلرو پېیلو ته وایي، تریقې او لارې په مانا هم راغلی دی، خو غوره معنا یې ترتیبول او تنظیمول دي. دا تنظیم که په اقتصادي ډګر کې وي که په اجتماعي کې، ښوونیز،اداري او که په وسله وال پوځ کې وي، خو بلا ډیر وخت او مصارفو ته اړتیا لري.

په تیرو څو کلونو زموږ په انکشافي پلان باندې له څلویښتو میلونو زیات ډالر مصرف وشو ، بلاخره د لسو کلونو یو پلان جوړشو چې د هیواد زیاتو برخو کې د برېښنا رسولو لپاره کارول کیږي.یا په بله معنا اساسي بریښنا کوټونه به جوړیږي او د ښارونو برسیره به يې لينونه ولسوالیو ته هم وغزول شي.

په نړۍ کې چې  کله داسې یو پلان جوړ شي نو بیا د هغه لپاره تر هغه کار کیږي چې تر څو هغه پلان نه وي عملي شوی، معنا دا چې هغه پلان په سیستم کې واچول شي او کار پرې روان وي، خو کله چې ټکه پوکه رامنځ ته کیږي، نو بیا اړوند باصلاحيته اشخاص راپاڅیږي په سيستم کې د وړو او اغېزمنو وګړو په ګمارنې غور کوي، خو له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې د ټولې نړۍ برعکس حالت روان دی، موږ هم سيستم ړنګوو او هم اشخاص له منځه وړو، يعني په يو وخت کې دوه سترې بربادۍ رامنځته کوو.

دغه راز موږ ډېر کله نيوکه پر سيستم کوو، خو اصل خبره داسې نه ده، د بېلګې په ډول: که تاسې یو بس موټر کې سپاره یاست او ډریور کله بس د سړک يو اړخ ته سره غره يا ديوال سره جنګوي او کله بل لوري ته او په لاره یې د سم چلولو توان ونه لري، څه فکر کوئ چې ډریور ناپوه دی او که موټر کې ستونزه ده؟ څه بايد وشي! ډريور ته بل موټر اخيستل پکار دی او که نه، موټر ته يو په کار پوی او مسلکي ډريور؟!!!

یو چا راته د ډاکتر نجیب الله د پوځ، پوځي وسایلو ( توپ، ټانک او طيارو) په اړه نکل کوه چې هغه وخت يې د منځنۍ اسیا په هیوادونوکې هیڅ ساری نه درلود، مونږ ددې په ځای چې اشخاص بدل کړو دغه پياوړی نظامي سیستم چې د سترو توغوندیزواو بیلابیلودرنو وسلو  درلودونکی نه يوازې دا چې له خاورو سره مو خاورې کړ، بلکې په لوی لاس مو د سيمې استخباراتي شبکو ته په خپل پياوړي سیستم کې د لاسوهنې زمينه برابره او خپل ځان د بربادۍ کندې ته ټېلواهه چې نن یې هم نه ځواب ویلی شو او نه مو په سوال په قراره پیریږدې او لاهم په دې هڅه کې يو چې لاهم په هېواد کې د نيم ژواندي ولاړ سيستم پر بنسټ نړولو بوخت يو.

لکه څنګه چې د سيستم د ماهيت غوښتنه ده بايد په همغه ډول سيستم پرځای پاتې شي او په کې د کار بوختو اشخاصو په اړه چاڼيزه طرحه جوړه او پلي شي، هغه خلک چې د سيستم د پرمخ بيولو وړتيا نه لري، بايده ده چې پرځای يې وړ او کارنده اشخاص ورداخل شي، ترڅو په سيستم کې مثبت تغيرات د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ باعث شي.