چهارشنبه , 15 مې 2024

افغانستان، هند او ایران د چابهار بندر په اړه ګډه غونډه کړې

هندي رسنۍ وایي، افغانستان، هند او ایران د هند په نوي ډهلي کې د چابهار بندر په اړه ګډه غونډه کړې، چې په دغه بندر کې د مهمو پرمختګونو په اړه خبرې شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یاد بندر کې روانې چارې بریالۍ اروزل شوي او پرلا ډیرو پرمختګونو او د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو خبرې شوي دي.

درې واړو هیوادونو ټینګار کړی، چې د چابهار بندر په اړه به ژر تر ژره په خپلو کې یوه هوکړه نهایي او لاسلیک کړي.

تر دې وړاندې هند له امریکا غوښتي وو، چې نوموړی بندر له بندیزونو لرې وساتي.