افغانستان، چین او پاکستان په مسوولانه ډول د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کړی

د کابل، بیجینګ او اسلام اباد درې اړخیزه غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په مسوولانه وتلو تاکید شوی دی.

د سه شنبې په ورځ د جولای په ۸ مه نېټه د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا رازرغونېدلو د مخنیوي په خاطر دې بهرني ځواکونه په داسې ډول له افغانستان څخه ووځي، چې دې هېواد کې سوله او ثبات یقیني شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر له ۱۴ زرو څخه ۸ زره او ۶ سوه ته راکم کړی دی.

د عسکرو د کمولو په اړه د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مک کینزي د جون په ۱۸ مه نېټه ویلي وو، چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو راکمول د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې ترسره شوي دي.

د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د روان مېلادي کال د فبروري په ۲۹ مه نېټه قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

په دې تړون کې ویل شوي وو، چې امریکایي ځواکونه به په ۱۳۵ ورځوکې خپل شمېر ۸ زره ۶ سوه  ته راټیټوي او له تړون څخه ۱۴ میاشتې وروسته به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

همدارنګه د سه شنبې په ورځ افغانستان، پاکستان او چین هوکړه وکړه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې به سره همکاري کوي، د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ ډلې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې به، چې د درې واړو هېوادونو امنیت ته خطر دی ګډه مبارزه کوي.