افغانستان او آیرلنډ ته به د ګڼو ټیسلوبو چانس ورکړل شي

د ټیستلوبو لپاره د افغانستان او آیرلنډ هیله د پوره کېدو په حال کې ده او ټاکل شوې ده چې دواړه هیوادونه د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۲۰ ټیستلوبې وکړي.

د (espncricinfo.com) د راپور له مخې، د هغه مهالوېش پر اساس چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۸ م کال په جون کې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري تصویب شي، آیرلنډ به ۱۶ ټیست مسابقې وکړي، خو د افغانستان لپاره ۱۳ ټیستلوبې په پام کې نیول شوي دي.

دا به د افغانستان او آیرلنډ لپاره چې د سږ کال په جون کې یې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، مهم خبر وي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې آیرلنډ د پاکستان کوربه وي او افغانستان به راتلونکی کال هندوستان ته لاړ شي. تراوسه پورې د افغانستان او هند ټیستلوبه نهايي شوې نه ده.

افغانستان، آیرلنډ او زیمبابوې د ټیستلوبو د اتلولۍ په سیالیو کې شامل نه دي چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۹ له نړیوال جام څخه وروسته ترسره شي.

آیرلنډ د کرکټ لپاره ښه اسانتیاوې لري، او د امنیت او ښو امکاناتو د لرلو له کبله هره لوبډله حاضره ده چې د مسابقې لپاره دغه هیواد ته لاړه شي خو افغانستان نه د کرکټ لپاره په نړیوالو معیارونو کوم برابر لوبغالی لري او نه د امنیت تضمین ورکولی شي.

آیرلنډ به په ۲۰۱۹ کې له استرالیا، په ۲۰۲۰ کې له سریلانکا، په ۲۰۲۱ کې له انګلیستان او په ۲۰۲۲ کې له نیوزیلنډ او جنوبي افریقا سره ټیستلوبې وکړي.

پر دې سربېره ټاکل شوې ده چې آیرلنډ له افغانستان سره ۵، له زیمبابوې سره ۴ او له بنګله دېش سره ۲ ټیستلوبې وکړي.

آیرلنډ به ۷ سیالۍ په خپل هیواد کې او ۹ دباندې وکړي خو افغانستان به ۷ په خپل میدان (هند یا شارجه) او ۶ د مقابل هیواد په خاوره کې وکړي.

استرالیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له افغانستان سره ټیستلوبه کوي.

دواړه هیوادونه به په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ م کلونو کې مسابقه وکړي.

د افغانستان ۵ ټیستلوبې به له آیرلنډ، ۴ له زیمبابوې، یوه له بنګله دېش او یوه له ویست انډیز سره وي.