افغانستان او ایران د یو بل ديپلوماټان شړلي دي

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې افغان حکومت د ایران هېواد دوه ډېپلوماتان له کابل څخه ایستلي وو او ایران ته یې لېږلي وو.

یادې سرچینې ویلي چې ایران هم په ځواب کې دوه افغان ډیپلوماتان له ایران څخه ایستلي او کابل ته یې راستولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو سرچینې ویلي، چې ایران غواړي له ولسمشر غني سره د ولسمشرۍ پر سر د عبدالله د ناندریو ننګه وکړي.   د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې هم د ایران سفیر ګډون نه و کړی.

له دې وړاندې د ایران سفیر بهادر امینیان د قاسم سلیماني د وژني په تړاو ویلي وو، چې ایران به افغانستان کې د امریکا اهداف په نښه کړي، چې بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران سفیر احضار کړی هم و او د دواړو هېوادونو اړیکې یو څه ترینګلې شوې وې.