افغانستان او د زمبابوې د کرکټ لوبډلو تر منځ د لوبو مهال وېش اعلان شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د خبرې پاڼې په له مخې د افغانستان کرکټ بورډ اداره په دې وتوانیده چې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د څلورو نړیوالو یو ورځینیو او دوه نړیوالو څلور ورځینیو سیالیو هوکړې ته ورسیږي. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د زمبابوې په څیر پیاوړې لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبغاړو لپاره د ورته ګټورو سیالیو په لاره اچول یو ستر ګام بولي. نوموړی وایي چې دغه سیالۍ به د نړیوال جام سیالیو چمتووالي په برخه کې له افغان لوبغاړو سره ځانګړې مرسته وکړي د هیواد کرکټ ملي لوبډله به د روان زیږدیز کال جولای په ۱۸ نیټه خپله لومړۍ یو ورځینۍ سیالي، په ۲۰ نیټه دوهمه، په ۲۱ نیټه دریمه او په ۲۴ نیټه څلورمه نړیواله یو ورځینۍ سیالي ترسره کوي چې د نړیوالو یو ورځینو سیالیو وروسته به خپله لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د جولای په ۲۷ او دوهمه څلور ورځینۍ سیالي به د اګست په دوهمه نیټه ترسره کوي