د افغانستان او سکاټلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه سبا ترسره کیږي.
ټاکل شوې دا لوبه د ماسپښین په دوه نیمو بجو پېل شي.
د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ دوه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د سکاټلېنډ په کوربه توب ترسره کېږي.
افغانستان له سکاټلېنډ سره تر دې دمه ټولې ۱۲ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې ۷ افغانستان او څلور سکاټلېنډ ګټلي او یوه لوبه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.
خبریال: نصرت الله عمرزی