د افغانستان بانک وياند شريف الله شګيوال وايي، چې د افغانستان بانک د عالي شورا د پریکړې پر بنسټ د بانک څلور لوړ رتبه کارکوونکي چې د اداري فساد په اوو دوسیو کې په فساد تورن دي، د بانک د مسؤلينو د پريکړې له مخې له دندو ګوښه او د نورو څېړنو په موخه به یې دوسیې لویې څارنوالۍ ته ولیږل شي.