افغانستان به د جون په میاشت کې په هندوستان کې د هندوستان پر وړاندې خپله لومړۍ تاریخي ټېسټ لوبه ترسره کړي چې دغې لوبې لپاره هندوستان هم خپله لوبډله اعلان کړې.
تر دې دمه د افغانستان او هندوستان د ټېسټ لوبې کره نېټه او مهالوېش نه ده په ډاگه شوې خو دغه لوبه به د جون په میاشت کې ترسره شي.
له هندوستان سره تر لوبې وړاندې افغانستان به هندوستان کې دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره د بنگلهدېش کوربه وي. دغه لوبې به د هندوستان د شمالي ایالت اتراکنډ په پلازمینه دېرادون ښار کې ترسره شي.
ټولې دغه لوبې به د شپې له لوري د هندوستان په وخت د شپې اته بجې پیل شي.
د افغانستان او بنگلهدېش لومړۍ شل اوریزه لوبه به د جون په درېیمه، دوهمه شل اوریزه لوبه د جون په پنځمه او وروستۍ لوبه د جون په اومه ترسره شي.
له دې وړاندې افغانستان د بنگلهدېش په وړاندې یوازې یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې چې دغه لوبه د بنگلهدېش په کوربهتوب په ډاکه کې په ۲۰۱۴ کې ترسره شوې وه او افغانستان دغه لوبه په نهو وېکېټو بایللې وه.
خو اوس افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو نړیواله درجه بندۍ کې سریلانکا هم شاته پرېښې او اتم مقام يي خپل کړی او داسې توپ اچوونکي او توپ وهونکي لري چې د نړۍ پیاوړو لوبډلو ته د ماتې ورکولو وړتیا لري.
سرچینه:نړۍ نیوز