افغانستان به له سریلنکا سره نړیواله لوبه ترسره کړي.

که څه هم دافغانستان کرکټ بورډ تراوسه افغاني رسنیو ته یواځې همدومره ویلي دي چې سریلانکا ، پاکستان او زمبابوې سره یی خبرې روانې دي ترڅو له افغانستان سره سیالۍ ترسره کړي، خو د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي کبیرخان (بی بی سی اردو) سره په مرکه کې ویلي، چې دروان کال په جولای کی به افغانستان له سریلانکا سره یوه نړیواله لوبه ترسره کړي چې سریلانکا کرکټ بورډ هم دنوموړي په وینا دا سیالۍ منلې ده.

کبیرخان وايي له پاکستان سره یې هم د یو ورځنۍ لوبې په اړه خبرې کړي خو تراوسه ورته د پاکستان د کرکټ بورډ لخوا ځواب نه دي ورکړل شوي.