افغانستان تنکیو ځانانو تکواندو ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د تنکيو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله د ورزشي ادارو او هېوادوالو له تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه.

د تنکيو ځوانانو د نارينه و لوبډلې ۳ د سرو زرو، ۳ د سپينو زرو او ۲ د برونزو مډالونو په ګټلو سره په ټوله کې د ۳۲ امتيازاتو په ترلاسه کولو د G1 تکواندو سياليو کې چې اردون کې ترسره شوې د هېواد ملي لوبغاړو پکې دوېم مقام خپل کړ.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست وایي، د تکواندو الحسن جام سیالۍ د ۳۷ هېوادونو په ګډون د جولای له ۲۶ تر ۲۸مې نېټې وشوې، چې نجونو او هلکانو په بېلابېلو کټه ګوريو پکې لوبې وکړې.

افغانستان په مجموعي کټه ګورۍ کې د ۳۹ لوبډلو څخه چې ۱۳ يې مډالونه وګټل دوېم مقام خپل کړ او د تنکيو ځوانانو په څانګه کې له ۲۱ څخه ۱۰ ټيمونو مډالونه خپل کړه چې افغان لوبډلې يې لومړی مقام وګټه.

دا په مهمو نړيوالو سيالیو کې د افغان لوبډلې دوېمه اتلولي ده چې د هند په G1 لوبو کې يې د ۱۳ هېوادونو څخه چې ۲۵۰۰ لوبغاړو پکې ګډون درلود لومړی مقام ګټلی و.

د يادولو وړ ده چې تېره اونۍ هم افغان تنکيو ځوانانو د اسيا په ۳۲ هېوادونو کې پنځم مقام ګټلی و.