افغانستان ته یوه شپه او ورځ کې زرګونه ټنه خوراکي توکي وارد شوي

د افغانستان د اوسپنیزې پټلۍ اداره وایي، په ۲۴ ساعتونو کې له حېرتان، اقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د اورګاډو په مرسته زرګونه ټنه خوراکي توکي راوارد شوي دي.

د افغانستان د رېل پټلۍ ملي ادارې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې په ۲۴ ساعتونو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه افغانستان ته ۶ زره ۷۸۴ ټنه خوراکي توکي راوړل شوي دي. د یادې ادارې په وېنا دغو خوراکي توکو کې اوړه، غنم او غوړي شامل دي. دغه خوراکي توکي د افغانستان درې بندرونو تورغونډۍ، حېرتان او اقینې ته راوړل شوي او بیا د هېواد بازارونو ته وړل شوي دي. د رېل پټلۍ ادارې د خبرپاڼې له مخې ټولټال ۲۲۴ موټرې سوداګریز مالونه وارد شوي دي. نوموړې ادارې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ هم په خوراکي توکو بار موټرې د افغانستان سوداګریزو بندرونو ته رارسېدلي دي. د رېل پټلۍ اداره افغانستان ته د زرګونه ټنه خوراکي توکو راواردېدلو خبره په داسې حال کې کوي، چې د کرونا ویروس له امله پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې لارې وتړل شوې او هم هند سره الوتنې وځنډول شوې.