افغانستان تېر عیسوي کال کې ښه اقتصادي وده کړې ده

نړیوال بانک ویلي چې افغانستان د ناڅرګند حالت سره، سره بیا هم ښه اقتصادي وده کړې ده، دغه بانک وړاندوینه کړې، چې ۲۰۲۰ م کال کې به د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۳ اعشاریه ۳ سلنه نوره هم ښه شي.

نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، چې ۲۰۱۹ م کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۲ اعشاریه ۹ سلنه وه، چې د کرنې برخه پکې د پام وړ وه.