افغانستان دنړۍ داستخباراتو په پنجو کې ـ لیکوال : شکرالله پاڅون

په اوسني پېر کې که په افغانستان کې هره بده پېښه رامنځته شي  ، دولت او ملت دواړه ګوته دپاکستان استخباراتي کړۍ آی ایس آی  ته نیسي .  آی ایس آی دافغانانو په زړونو کې د کرکې ، نفرت ، بدبینۍ ، وحشت ،  د افغانستان ازلي دښمنې کړۍ  او د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې دخنډ په توګه ځای لري . چې کله هم  افغان دولت له  پاکستان سره ددوستۍ نوم واخلي ، دابه له حقیقته لرې نه وي ،   چې د هر افغان زړه  ته دې له افغانستان سره د پاکستان تېر دوکه ییز چلند ، فرېبکاري ، له افغانستان سره د دوستۍ په جامه کې دښمنانه حرکت ، دوه مخي توب او نور څه وریاد نه شي .     افغانانو  د روسي  ، انګرېزي او مغلي ښکېلاک ترڅنګ له خپلو دوو کاونډیو پاکستان او ایران نه هم ډېر عذابونه لیدلي دي . د دغو دواړو هېوادونو استخباراتي کړیو په افغانستان کې ډېر داسې څه وکړل ، چې زړه یې غوښته . خو دا هرڅه یې څه په خپل هېوادنیو افرادو او ډېر یې دافغاني لاسپوڅو په مټ  ترسره کړي . ډېر لرې به نه ځو ، د طالبانو پر واکمنۍ به وغږېږو . د طالبانو د نظام له ړنګېدو را وروسته د  حامد کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې له رامنځته کېدا راپه دېخوا په افغانستان کې ولس یوه ستره ګټه دا وکړه چې د مطبوعاتو د ازادۍ تر چتر لاندې یې په رسنیو کې  داسې څه واورېدل ، چې ډېر ورته خېښ پاتې شول . په رسنیو کې اکثره  تحلیل ګرانو د طالبانو نظام د  پاکستان د استخباراتي کړۍ  آی ایس آی زېږنده وباله ، که څه هم  تر موقتې دورې وړاندې کله چې د  طالبي نظام ړنګېدل پیل شول ، عام ولس تر ډېره پردغه کار خپه و ، خو د مطبوعاتو ازادۍ  دغه خپګان یو ډول  شکمن حالت ته یوړ .

په افغانستان کې د روانې لسیزې جګړې حکومت مخالف لوری تر ډېره  په  دې تورن دی  ، چې مالي او پوځي سپوټ او جنګي روزنه  یې د  پاکستان د استخباراتي شبکې آی ایس آی لع لورې ترسره کېږي او تر ډېره یې د  جګړې قیضه هم دهمدغې کړۍ په لاس کې ده .  دافغانستان ختیځ ، جنوب  او مرکزي سیمو کې ددولت پرضد جنګېدونکې ډلې د آی ایس ای تر امرلاندې یادېږي .

په افغانستان کې ګڼې مرموزې او تروري وژنې هم پر همدغو استخباراتي کړیو ور اړول شوي دي .

بل لورته دافغانستان په لویدیځ کې بیا تر ډېره داسې خبرونه تر غوږو شوي ، چې دغلته بیا ایران  دافغانستان ددولت مخالفو کړیو ته وسلې ورکوي ، د بریدونو روزنه ورکوي . حتی داسې راپورونه هم له رسنیو اورېدل  شوي ، چې لکه څنګه چې ویل کېږي ، چې په پاکستان کې دافغاني طالبانو او القاعده د روزنې او په خاصه توګه د ځانمرګي او ډله ییزو بریدګرو د روزنې مرکزونه شتون لري ، دغسې ایران هم په خپلو یوشمېر لویو ښارونو کې دافغانستان ددولت وسله والو مخالفینو ته  د  وسله  والو  او ځانمرګي بریدونو  د روزنې مرکزونه جوړ کړي . د ایران او پاکستان د استخباراتي کړیو دغه کړنې نه یوازې داچې کورنیو او بهرنیو رسنیو دخبرونو په توګه را اخستي ، کورنیو او نړۍ والو رسنیو پرې ګردي  مېزونه او نور تحلیلي پروګرامونه هم ترسره کړي دي .

د پاکستان د آی  ایس آی استخباراتي کړۍ ، دامریکا د سي آی ای استخباراتي کړۍ ، د بریتانیا داستخباراتو ، دهند داستخباراتو ، ایران استخباراتي کړیو ، دروسیې د کی جي بي استخباراتي کړۍ اونورو نومونه مو ډېر اورېدلي و ، خو تېره ورځ  په رسنیو کې بیا د اسراییلو د استخباراتي کړۍ څرک هم ولګېد .

په هرات ولایت کې یو دیني عالم وروسته له هغې  نامعلومو وسله والو وواژه چې تر وژنې یې څو ورځې وړاندې  د اسراييلو استخباراتي کړۍ ترې غوښتي وو چې ورسره همکار شي . داخبره د وژل شوي دیني عالم حسیني ورور له رسنیو سره په خبرو کې وکړه . هغه وویل : ) څو ورځې وړاندې داسراییلو استخبارتي کړۍ له ښاغلي حسیني  د انټرنیټ له لارې غوښتي وو چې کار ورسره وکړي ، خو ده یې غوښتنه نه وه منلې او بالاخره ووژل شو ( د حسیني ورور دنوموړي د وژنې دعوه پر اسراييلي استخباراتو وکړه .

  اسراییلو به له مولوي حسیني   په افغانستان کې د اسراييلو پرګټه د کار کولو غوښتنه کړي وي   ، ده به ورسره نه وي منلي ، ده دا فکر کاوه چې اسرايیل چېرته او دی چیرته ، که خبره یې ونه مني وژلی خو یې نه شي . خو خبر نه و چې دی به اسراییل د هغه افغان په لاسو وژني ، چې هغه به دحسیني په څېر نه و ، داسراييلو په وړوکي ست به یې ورسره دهمکارۍ ژمنه کړي وي .   دی په خپله ژمنه دومره ټینګ ولاړ و چې د دوفادارۍ په مقابل کې ورته د خپل ورور وینه هم هیڅ ښکاره شوه . د بادار دخوشالولو لپاره یې تر تېغه تېر کړ.  دلته سړي ته دا شک هم پیدا کېږي ، چې اسرايیل هم لکه چې د افغانستان ددولت پرضد د جنګېدونکو وسله والو ډلو تمویلوونکې شبکه ده ، که څنګه ؟

  په افغانستان کې ددیني عالمانو وژنه تر ډېره ددولت وسله وال مخالفین کوي  او پلمه ورته دا نیسي چې دغه دیني عالم یا هم په دولت کې کار کاوه او یا یې هم ددولتي مامور او افغان پوځ د سرتيري جنازه کړې ده .

ویل کېږي ، چې د داډول داستخباراتي کړیو سره کار کول که د نورو په زیان وي ، یوه ورځ دهغه چا په زیان هم تمامېدای شي ، چې تل عمر ورته وفادار پاتې شوی وي . تر هغې به ترې کار اخلي چې هدف ته پرې ورسېږي او چې هدف یې لاسته راوړ ، دی هم پر بل هغه چا وژني چې هغه هم دده بادار ته دهمکارۍ ټټر وهلی وي . دلته هغه کیسه عملي شوې چې وايي : په یوه ځنګله کې درې غوایان او یو زمری اوسېدل ، زمري غوښتل چې درې واړه غوايان نوش جان کړي ، خو داچې درې واړه غویان به یوځای ګرځېدل زمري به پرې دحملې جراات نه کولو . په دې غوایانو کې یو تور ، بل برګ او بل سپین و . بالاخره زمري له چل نه کار واخست . یوه ورځ یې له درې واړو غوایانو دوو ته وویل : دغه تور غويي ستاسې په منځ کې  بد ښکاري ، تک تور دی . تاسې دواړه ښایسته یاست ، تاسې ددې لایق یاست چې په دغه ځنګله کې ژوند وکړﺉ . پرېږدﺉ چې دا تور غويي له منځه لاړ شي . سپین او برګ غويي ورته ویلي چې سمه ده خو څنګه به یې له منځه یوسو . زمري ورته ویلي چې ماته یې چل راځي ، تاسې راسره مرسته وکړﺉ زه یې له منځه وړم او خورم یې . همداسې وشول ، د سپین او برګ غويي په همکارۍ  تور غويی زمري نوش جان کړ . بل ورځ یې سپین ته ویلي چې ته ښایسته یې او دی برګ برګ دی ، ته ورسره بد ښکارې ، هغه یې هم د سپین په مرسته خوړلی ، په اخر کې سپين غويی په خپله ورته ځانته پاتې شوی ، زمري  سپین غويی   هم په مزه نوش جان کړی . هغه څوک چې د پردیو لپاره  د خپلې خاورې ، خلکو او ملي ګټو پرضد کار کوي ، طبیعي خبره ده چې له غوایانو کم نه دي . په دې دې پوه شي ، چې کله هم پرې هدف ترلاسه شو ، لکه د تور ، برګ او سپین غويي په شان به له منځه وړل کېږي .