افغانستان د اسیا څلور لارې په توګه ځانګړی ارزښت لري

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اسیا د څلور لارې په توګه افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو برخه کې ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې د سعودي عربستان رول او همکارۍ هم مهمه ده.

نوموړي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن غرمه په جده ښار کې د ياد هېواد د سوداګرۍ وزیر ډاکټر ماجد بن عبدالله اقصبي سره وکتل.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې دواړو خواوو د افغاني صادراتو، د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې، د برېښنا د تولید او کانونو د رااېستلو برخو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.