افغانستان د شل اوریزو سیالیو پیل په بریا سره وکړ

نن د افغانستان اسلامي بانک جام سیالیو د لوبلړۍ له مهالوېش سره سم د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه ترسره شوه چې پکې افغانستان خپلې سیالې لوبډلې ته د پنځو ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.