افغانستان د نشه‌یی توکوپه تولید کې مخکښ هېواد

لیکوال:خوشال خلیل

د امریکې حکومت په خپل یو تازه رپوټ ویلی چې سږکال بیا افغانستان د نشه یی توکو په قاچاق او تولید کې لومړی مقام خپل کړی دی. دا هغه رپوټ دی چې هر کال د نشه یی توکو په اړه د دغه هېواد کانګریس ته لیږل کېږی.

دا خبر که له یوې خوا نړیوالو او په تېره بیا زموږ ګاونډیو هېوادونو ته د خطر زنګ دی، دې سره خوا کې خپله افغانانو ته تر روان جنګ ستر تاوان اړولی شی او په نړیوال ډګر کې د افغانستان حیثیت سخت زیانمنوی.

هسې خوافغانستان په ډېرو برخو کې د نړی په کچه منفی شاخصونو او مقامونو کې اول دی، همدا اوس افغانستان د مور او ماشوم په مړینه کې تر بل هر هېواد خراب حالت لری، د زدکړو په برخه کې تر بل هر هېواد دلته کم ماشومان ښوونځیو ته ځی، ښځو سره د تشدد په برخه کې هم دلته تر بل هر هېواد حالت خراب دی، فساد، ناامنی تر بل هر ځای دلته د خلکو ژوند ګواښی، د نړۍ تر هر بل هېواد یې زیات اوسیدونکی په پردیو ملکونو کې د ګډوالۍ خوار او زار ژوند تیروی لنډه دا چې ژوند پورې تړلیو ډېرو برخو کې افغانستان ښه حالت نه لری، چې دې ټولو خبرو افغانستان په نړیواله کچه یو داسې هېواد معرفی کړی دی چې دلته د انسان ژوند په یو کاملان بحرانی حالت کې دی، اوس یې چې په نشه یی توکو کې هم اول مقام تر لاسه کړ، زموږ د هېواد په اړه یو بل منفی شاخص هم ور اضافه شو.

د نشه یی توکو تولید او قاچاق له جنګ، جنایت او ورانکارو بانډونو سره مستقیمه اړیکه لری، کومو هېوادونو کې چې دا توکی تولیدېږی، هلته معمولا حکومتی ارګانونه او کارکوونکی په اسانۍ په فساد اخته کېږی، چې بیا دا فساد په ټولیز ډول دولتی بنستونه د دغسې منظمو بانډونو او قاچاق چیانو پر وړاندې قاطع اقدمات نشی کولای، موږ همدغه حالت په افغانستان کې تجربه کوو، چې په تیرو دیارلسو کالو د مخدره مواد سره د مبارزې په نوم په میلونونه پیسې مصرف شوې، خو نتیجه کې یې د مخدره مواد تولید او قاچاق نه یوازې دا چې کم نشو، بلکې کال په کال زیات او په نړۍ کې اول مقام ته ورسید.

د سیمې په هېوادونو کې روسیه او ایران هغه دوه هېوادونه دی، چې تر بل هر هېواد ورته له افغانستانه نشه یی توکی قاچاق کېږی او له دې بابته دغه هېوادونه درانه زیانونه وینی او علاقه لری چې دلته نشه یی توکی بند شی، نو له همدې امله ولسمشر غنی روسیې ته په سفر کې د شانګهای کنفرانس کې په دې ټکی ټینګار وکړ چې که دغه هېوادونه افغانستان سره مرسته ونه کړی په یوازې ځان نشی کولای له دغې بلا سره مقابله وکړی، بلکې افغانستان همدا اوس هم هغه قاچاق چیانو سره جنګېږی چې منځنۍ اسیا او ایران ته مخدره مواد قاچاق کوی او افغانستان د هغوی لپاره جنګېږی، نو بیا پکار ده چې مرسته ورسره وشی، په نړیوالو او د سیمې په هېوادونو د حکومت دا رنګه غږ ډېر ښه دی، د هغوی مرستې او نظر را جلبولی شی، خو دلته په کور دننه هم باید حکومت یو لړ عملی اقدمات وکړی.