افغانستان د نړۍله هغو لسو هېوادونو دی چې اقلیم ګواښ سره مخ دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي ستونزې د هواري لپاره په لومړي ځل د زرغون اقلیم له نړیوال صندوقه بودجه تر لاسه کړه.

د دغې ادارې مرستیال ادریس ملیار د سې شنبې په ورځ په همدې تړاو د ناستې په څنډه کې رسنیو ته ویلي، چې افغانستان له سختو اقلیمي ګواښونو سره مخ دی چې باید په دې برخه کې جدي کار وشي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څېړنې موندلې ده، چې افغانستان د نړۍ له اقلیمه د زیانمنو په لسو هېوادونو کې دی، که چېرې په دې برخه کې لازم کار ونشي، په سېلابونو او وچکالیو به د هېواد زیان زیات شي، تر دې وړاندې په لسو کلونو کې به یو ځل وچکالي راتله، خو اوس هر دوه یا درې کاله وروسته راځي، نو د یو دولت او حکومت په حیث موږ هڅه کوو چې ورته چمتوالی ونیسو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له یو شمېر نړیوالو ادارو سره په ګډه هڅې پیل کړي چې د افغانستان د اقلیمي ګواښونو لپاره چمتوالی ونیسي.

دغې ادارې په لومړي ځل د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اقلیمي زرغون نړیوال صندوق له لوري د چاپېریال ساتنې د پیاوړتیا په هدف بودجه هم تر لاسه کړه.

مرسته شوې پیسې به د هوا، د اوبو د پاکوالي، انرژۍ تولید او په هر هغه ځای کې مصرفېږي چې د هوا له پاکوالي سره مرسته وکړي او د ککړتیا مخه یې ونیسي.

د چاپېریال ستاتنې اداره وايي، په ټوله کې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې افغانستان د اقلیمي ستونزو د بشپړ هواري لپاره ۱۷.۴ مېلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

په حمامونو او د خښتو په بټیو کې کې ناوړه سونګ توکي کارول، له بې کیفیته تېلو کار اخیستل، له زړو او وخت تېرو موټرو استفاده، له اوبو ناوړه ګټه اخیستل، په ښارونو کې زیات نفوس او نور بېلابېل موارد هغه څه دي چې د افغانستان ته یې زیاتې اقلیمي ستونزې پېښې کړي دي