د لوبې پچه افغانستان وګټله او بیټنګ لپاره یې د نیپال لوبډلې ته بلنه ورکړه.
افغانستان په الف ګروپ کې تردې دمه هانګ کانګ ته یې ماته ورکړه او د بنګله دیش په وړاندې یې یوه لوبه و بایلله.
نیپال هم چې په الف ګروپ کې شامل دی یوه لوبه ګټلې او بله یې بایللې ده.
همدا نن ورځې بله لوبه د بنګله دیش او هانګ کانګ تر منځ ده.