چهارشنبه , 15 مې 2024

افغانستان د پاکستان پر تازه میوه مالیاتي تعرفه څلور برابره کړه

 وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان پر تازه میوې او سبزیجاتو مالیاتي تعرفه د پخوا په پرتله درې برابره لوړه کړه، نو افغان حکومت یې په ځواب کې د پاکستان پر تازه میوې او سبزیجاتو مالیاتي تعرفه څلور برابره لوړه کړې ده. د معلوماتو پر اساس، وړاندې به سوداګرو له پاکستان څخه د واردېدونکو تازه میوو او سبزیجاتو په یوه کانټینر، چې ۳۷ ټنه وزن لري، ۷۸ زره افغانۍ مالیاتي تعرفه ورکوله، خو تر دې وروسته مکلف دي چې ۲۴۸ زره افغانۍ مالیاتي تعرفه ورکړي، چې دغه رقم د پاکستان پر تازه میوو او سبزیجاتو د تعرفې څلور برابره زیاتوالی ښيي. د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، دغه اقدام د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه میوو د تعرفې تر زیاتولو وروسته اخېستل کېږي د هېواد د صنایعو خونې د حکومت د وروستي اقدام هرکلی کړی او وایي، د پاکستان له لوري د لوړې مالیاتې تعرفې وضع کولو له امله افغان سوداګرو ډېر تاوانونه وکړل، نو په ځواب کې یې د هغوی پر تازه میوې هم د مالیاتي تعرفي لوړول ورته اقدام دی او تر هغو چې پاکستان پر افغان مالونو مالیاتي تعرفه کمه کړې نه وي، افغان حکومت یې هم باید کمه نه کړي.