تېره ورځ د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو د راتلونکو څلورو کلونو د ټېسټ، یوې ورځنۍ او شل اوریزو لوبو مهالوېش خپور شو چې په کې له افغانستان او ایرلینډ سره ټېسټ لوبې هم شاملې دي.
وروسته له هغه چې افغانستان او ایرلینډ د ۲۰۱۷ په جون کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ له مختلفو هېوادونو سره خپلې لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره خبرې اترې پیل کړې.
د راتلونکو سفرونو پروگرام مهالوېش چې ۲۰۱۹ څخه به پیل او ۲۰۲۳ پورې به ادامه پیدا کړي د افغانستان او ایرلینډ لپاره ۲۹ ټېسټ لوبې پام کې نیول شوي.
ایرلینډ به ۱۶ او افغانستان به ۱۳ ټېسټ لوبې ترسره کړي. د دغو ټېسټ لوبو مهالوېش به د کرېکټ نړیوالې شورا راتلونکې کلنۍ غونډې کې چې د ۲۰۱۸ په جون کې به ترسره شي تایید او اعلان شي.
د ۲۰۱۷ جون میاشت کې افغانستان بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو څخه وروسته د استرالیا کرېکټ بورډ سره مذاکرات پیل کړ او استرالیا ومنله چې افغانستان سره به ۲۰۱۹ کې لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه ترسره کړي.
د دوشنبې په ورځ د هندوستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان او هند تاریخي اړیکو ته په کتو سره دغه هېواد غواړي له افغانستان سره د هندوستان په کوربهتوب لومړۍ ټېسټ لوبه راتلونکی کال چې مهالوېش يي تر اوسه لا نه دی تایید شوی ترسره کړي.
افغانستان به د ایرلینډ په وړاندې ۵، زمبابوي په وړاندې ۴، د بنگلهدېش په وړاندې ۱ او وېسټ انډیز په وړاندې هم یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.
له دې سربېره افغانستان به د دغو سیالیو ترڅنگ زیات شمېر یوې ورځنۍ او شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي چې مهالوېش به يي وروسته تایید او اعلان شي.