د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه سبا د جمعې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو پېلیږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په راجیو ګاندي لوبغالي کې دغه سیالۍ ترسره کیږي.
په روان سیریز کې یوه لوبه افغانستان او یوه لوبه ایرلینډ لوبډلې ګټلې ده، خو یوه لوبه یې د باران د ورښت له امله بې پایلې شوې ده.