د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډل ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه لوبه نن ماسپښین ۲ بجې او ۱۵ دقیقې پیلیږي.
په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې ایرلنیډ ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړې وه، که ننۍ لوبه هم وګټي د سیریز اتله به شي.
له دې وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم افغان لوبډلې وه.
دواړو لوبډلو تر دې دمه ۱۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۹ ایرلینډ او ۹ افغانستان ګټلي دي.
خبریال: نصرت الله عمرزی