افغانستان نیپال ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د پریمر لیک سیالیو د اتل ولۍ جام وګټلو.

تیره ورځ د افغانستان او نیپال ترمنځ د اسیا پریمیر لیګ سیالیو په وروستۍ لوبه کې افغانستان او نیپال د اتلولۍ د جام ګټلو لپاره د سیالۍ میدان ته ورغله.

د لوبې پچه د نیپال لوبډلې وګټله او د افغانستان ملي لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې د افغانستان له لورې عثمان غني او نور علي ځدران ښه وځلیده او په ۱۹ اورونو کې په ګډه ۹۸ منډې جوړلې کړې.

 په لومړي ځل لوربه کې افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۶۲ منډې هدف وټاکل، خو د بارن له امله لوبه وځنډیډه او په دوهم ځل لوبه کې د نفري له لورې نیپال لوبډلې ته په ۳۲ اورونو کې ۲۳۷ منډې هدف وټاکل، خو د نیپال لوبډلې په پاتې ۳۲ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې او لوبه د ۱۰۸ منډو په توپیر سره افغانستان وګټله.

د دې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړي دولت ځدران وټاکل شوه.

ټاکل شوې نن (د ثور ۱۸) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دې سترې بریا سره کابل ته راستنه شي.