افغانستان هندوستان ته ۴۸ ټنه اینجه صادر کړه

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې هندوستان ته د هوا له لارې ۴۸ ټنه اینجه صادره شي. د دې وزارت ویاند سمیر رسا رسنيو ته ویلي، حکومت هڅه کوي د کرونا ویروس د خپرېدو د خطر مخنیوي ټکو ته په پام سره صادرات یو ځل بیا پيل کړي. هغه زیاته کړې چې له دې صادراتو پرون ۴۸ ټنه اینجه (هنګ) هند ته انتقالېږي او د شنبې په ورځ به هم ډهلي ته ۴۸ ټنه دې اینجې ( هنګ) انتقالات ولرو.” د رسا په وینا تېره ورځ افغانستان چین ته ۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړل. افغان سوداګر وايي، نورو هېوادونو ته باید د افغاني محصولاتو صادرات چټک شي او له هغې پرته به د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد ناوړه تأثیرات ولري.