افغانستان پاکستان ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه

افغان اتلانو په لومړي ځل په یوې رسمي تمریناتي لوبه کې پاکستان ملي لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه

پاکستان لوبډلې لومړی توپوهنه پېل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د ۲۶۳ منډو هدف ورکړ چې په ځواب کې افغان اتلانو د ۷ لوبغاړو په زیان سره پوره او پاکستانۍ لوبډلې ته یې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

له کلونو ځنډ وروسته افغان اتلانو په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې د پاکستان لوبډله ماته کړه.

دا تمریناتي سیالۍ چې په انګلیستان کې پېل شوه ورته له ډېرو لرو ځایونو افغانان او پاکستاني مینه وال د نندارې لپاره راغلي و.

د پاکستان لوبډلمشر پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه؛ چې د پېل لپاره یې امام الحق او فخر زمان میدان ته د توپوهنې لپاره راښکته شول دواړو پېل ډېر ښه او چټکې منډې یې جوړې کړي، خو حمېد حس چې له کلونو ځنډ ورسته خپلې لوبډلې ته راستون شوی و د خپلو مینه والو د خوښۍ لپاره یې د پاکستان لوبډلې مهم لوبغاړی امام الحق ۳۲منډو سره اوټ کړچې په دې سره دپاکستان لوبډلې د ویکټو دروازه پرانیستل شوه.

له حمېد حسن ورسته محمد نبي بهترینه توپوهنه پیل کړه او د پاکستان لوبډلې درې تېز توپوهونکې یي له مخې لري کړل.

په دې سیالۍ کې راشد خان دوه، دولت ځدران دوه او افتاب عالم یوه ویکټ ترلاسه کړه چې له دې سره پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۶۳منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې افغان اتلان دوه بریدګر لوبغاړو چټکه توپوهنه پېل کړه حضرت الله او د شهزاد تېزې توپوهنې پاکستانۍ لوبډله وارخطا کړه او د افغان اتلانو پر وړاندې یې د ماتي سر ټیټ کړ.

حشمت الله شاهدي ددې لوبې غوره لوبغاړی شو نوموړي تر پای پورې ودرید او په ۱۰۲بالونو باندې ۷۴ منډې جوړې کړي.

دا لومړی ځل دی چې افغان اتلان په یوي تمریناتي لوبه کې پاکستان لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکوي باید یاده شي چې افغان ملي لوبډله به د انګلیستان هېواد ملي لوبډلې سره تمریناتي سیالۍ ولري چې یاده سیالۍ به د راتلونکي دوشنبې ورځ ترسره شي.