افغانستان د اېمرجنګ لوبډلو په اسیايي جام کې خپله درېیمه لوبه د ۱۱۲ منډو په توپیر له عمانه وګټله.
افغانستان خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۵۳ منډې هدف وټاکه، خو د عمان ټول توپوهونکي د ۱۴۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.
د افغانستان له توپ اچوونکيو کریم جنت، ضیاالرحمن اکبر او نجیب ځدران دوه – دوه ویکټې واخیستې، خو قیساحمد، عظمتالله عمرزي او شاهدالله کمال یوه – یوه ویکټه تر لاسه کړه.
د عمان له توپوهونکیو سیندو میچل تر ټولو ښه وځلېد او تر ټولو ډېرې ۵۴ منډې یې جوړې کړې.
نجیب ځدران د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو چې پر دې سربېره یې د دوو ویکټو په اخیستو ۸۳ منډې هم وکړې.
سرخط ورځپاڼه