افغانستان په نړیوال جام کې نن سویلي افریقا سره لوبه ترسره کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه نن مازیګر پنځه بجې له سویلي افریقا سره پيل کړي.

افغان او د سویلي افریقا لوبډلو تر دې دمه خپلو کې هیڅ کومه ۵۰ اوریزه لوبه نه ده کړې او یوازې دوه ځله د شل اوریز جام سیالیو کې د یو بل سره ټکر شوې دي چې دواړه وارې سویلي افریقا پر افغانستان غالبه شوې ده.

همدا راز د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې هم دواړو لوبډلو تر اوسه کومه لوبه نه ده ګټلې.

بلکې افغانستان او سویلي افریقا دواړه د ۲۰۱۹ نړیوال جام پواینټ ټېبل کې له یو یو پواینټ سره تر ټولو وروسته دي.

نننۍ لوبې ته په ۱۵ کسیز سکواډ کې د اصغر ستانکزي، حشمت شهیدي، حضرت ځاځي، اکرام علي خېل، نجیب ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، محمد نبي، رحمت شاه، سمیع الله شینواري، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، حمید حسن، مجیب الرحمن او راشد خان نومونه ورکړل شوي چې یوازې یوولس لوبغاړي به ترې ولوبول شي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وړاندوینه کې د دې لوبې چې د انګلستان سوفیا ګارډن لوبغالي کې به وشي د ګټلو زیات چانس ۸۷ سلنه سویلي افریقا او ۱۳ سلنه چانس له افغانستان سره ښودل شوی دی.