افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه د پاکستان لوبډلې وکړه چې په شل اورونو کې د ۹۳ منډو هدف وټاکه، چې د افغان توپ اچوونکو لخوا په دې لوبه کې فضل الحق فاروقي، مجيب ځدران او محمد نبي دوه دوه وېکټې او راشد خان، نوين الحق او عظمت الله عمرزي يوه يوه ویکټ ترلاسه کړه.
او د توپ وهنې په برخه کې محمد نبي ۳۸ او نجيب الله ځدران ۱۷ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټله.