افغانستان کې تر نورې نړۍ زیات خبریالان په کرونا ویروس اخته شوي دي

د بې پولې خبریالانو سازمان ( ار ایس ایف ) موندنې ښایي، چې نړۍ کې تر ټولو زیات خبریالان او د رسنیو کارکونکي، افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د نوموړي سازمان د شمیرو له مخې تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۷۰ تنه خبریالان او د رسینو کار کونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي. د یاد سازمان په وینا، چې افغانستان کې خبریالان یواځې د تاوتریخوالي قرباني نه دي، بلکې د کرونا ویروس له جدي ګواس سره هم مخ دي، چې ډیری یې د مالي امکاناتو د نشتون او روغتیایي چوپړتیاوو ته د نه لاس رسي له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دغه سازمان همدا راز زیاتوي چې یواځې په کابل کې تر ۵۰ پورې خبریالان پدغه ناروغۍ اخته شوي دي . ار ایس ایف زیاتوي، چې تر دې دمه د کرونا له امله افغانستان کې درسنیو دوه کار کونکي ، د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون خبریال نصیراحمد ساپی او د اریانا تلویزیون ډرایور سلیمان یوسفي مړه شوي دي. د بې پولې خبریالانو سازمان پر افغان حکومت او د رسنیو ملاتړ ادارو غږ کوي چې په دې برخه کې د افغان خبریالانو مرسته او لاس نیوی وکړي.