افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت کچې صفر ته راتلل شکمنه کړنه ده

د امریکا د وسله والو قواوو ستر درستیز جنرال مارک مېلي وايي، کېدایشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت کچه صفر ته ټیټه نشي. نوموړي د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په ګډ خبري کنفرانس کې پنټاګون کې خبریالانو ته ویلي، چې طالبان یوه ډله نه ده بلکې هلته ګڼې نورې ترهګرې ډلې هم فعالیت کوي.

د امریکا لوړ پوړی چارواکی مارک مېلي، داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د همدې اونۍ په دوشنبه د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال په میدان کې ماین چاودنې درې افغانان ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل، خو طالبانو په دغه برید کې لاس درلودل رد کړل. مارک مېلي افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په هدف دغه تړون مهم بللی او زیاتوي چې یاد تړون به د «بین الافغاني» مذاکراتو لامل وګرځي چې ورسره به سرتاسري سولې ته هم زمینه برابره کړي؛ خو په وینا یې دا چې څوک فکر کوي چې تاوتریخوالي کچه به د صفر کچې ته ورسېږي، ممکن داسې ونه شي. د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر هم تمه ښودلې چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي کمېدل دوام وکړي چې د نوموړي په وینا په دې سره به اوربند هم رامنځته شي. اېسپر ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د داعش او نورو تروریستي ډلو په وړاندې د تروریزم ضد عملیاتو ته دوام ورکړي. پر همدې مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم د تاوتریخوالي کمښت پر دوام باندې ټینګار کړی دی.