افغانستان کې د جګړې په هکله دروغ ویلو د امریکا هڅې زیانمنې کړې دي

د امریکا د کانګرس غړي وایي، دا چې په افغانستان کې د دې هېواد ځواکونه له نږدې دوه لسیزو راهیسې جنګیږي، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او ورته د منلو وړ نه ده.

دوی په افغانستان کې اداري فساد او د همغږۍ نه شتون د اوږدې جګړې لاملونه ګڼي او وایي امریکا په افغانستان کې جنګسالاران د ځان متحد کړل چې دې چارې طالبانو ته د بیا ځواکمن کېدو زمېنه برابره کړه.

د افغانستان د بیا رغونې لګښتونو لپاره د امریکا له خوا د سیګار یا څار ادارې مشر جان ساپکو د کانګرس غړو ته د چهار شنبې په ورځ وویل:

«د کم وخت له کبله تاسو له صفر څخه پیل وکړ او د پرمختګ هڅې مو پیل کړي، تاسو د شاوخوا یو کال لپاره پاتې کېږئ او تاسو غواړئ کامیابي وښایئ؛ حال دا چې دا رسمي ثبت کیږي او تر دې مخکې چې تاسو یې په حال خبر شئ.

ولسمشر د داسې بریا ادعا کوي چې هیڅ شتون نلري فکر کوم په دې خبره غور پکار دی. دا اړینه  نه ده چې ووایم چې چا څه وخت دروغ ویلي او ولې

د ده په خبره، له پوځي افسرانو څخه به اوریدل شوي وي، چې په افغانستان کې لوی ګواښ څه شی دی؟.

دا اداري فساد دی نه طالبان، دا نه یواځې د هغو پیسو ضایع کول و، چې موږ حکومت ته ورکولې، بلکې دا پیسې د طالبانو له خوا د نویو کسانو په استخدام د یوې آلې په توګه کارول شوي دي، هغوی مفسدو افسرانو ته ګوته نیوله، هغوی مفسدو جنګسالارانو ته ګوته نیوله چې حکومتي قراردادونه یې اخیستل او بیا به یې ویل چې امریکا په خپلو کارونو کې ناکامه ده او ناوړه کارونه کوي.»

په ورته مهال کې د کانګرس غړی مایکل مککول وایي، چې په افغانستان کې باید له تېرو تېروتنو تجربه واخیستل شي.

« دوی د همغږۍ نه شتون او په ناسمه توګه د بودېجې لګولو او په ناکافي اندازه د روزنې له امله په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو کې پاتې راغلي دي. چې دا هیڅ د منلو وړ نه ده.»

جان ساپکو وایي، له ۲۰۰۱ کال څخه چې امریکا او ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې دي، څه باندې دوه زره او څلور سوه امریکایي ځواکونه وژل شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او پر دې باندې څه باندې درې ترېلیونه ډالره لګښت راغلی دی. په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ریچارډ بوچر وایي، چې په افغانستان کې د جګړې په هکله هیڅ ډول قصدي تېر وتل نه دي شوي.

« موږ هیڅکله هم دروغ نه دي ویلي، خو دا چې په افغانستان کې حالات ګډوډ وو او موږ په جګړه کې بوخت و، نو په سمه توګه د کارونو ترسره کول ستونزمن و.»

یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي، چې له افغانستانه په بېړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل به ناوړه حالت ولري او تاوتریخوالي ته به په دې هېواد کې لا زیاته زمینه برابره کړي.

د امریکا د سولې انسټیوت غړی سکاټ سمېت په دې اړه داسې وايي:

« موږ په داسې حالت کې یو چې وتل غواړو، خو موږ باید دا کار په مسوولانه توګه ترسره کړو، چې د مذاکراتو یوې پروسې ته اړتیا لیدل کیږي. »

د امریکا لخوا په افغانستان کې د څار ادارې مشر جان ساپکو ویلي، تر دې وروسته به د افغانستان وزارتونو ته هر څه په حساب ورکول او بېرته تر حساب غوښتل کیږي.