افغانستان کې د دولتي ادارو ناستې د ویډیو کنفرانسونو له لارې کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر محمد فهیم هاشمي ویلي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر به ټولې دولتي غونډې د انټرنېټ له لارې کېږي. د لوړو زده کړو وزارت هم پرېکړه کړې، چې د دولتي او خصوصي پوهنیزو بنسټونو زده کړې به هم د انټرنېټ پرمټ ترسره شي. د کرونا ویروس د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان په ځېنو برخو کې هم تثبیت شوی دی او مثبتې پېښې یې ثبت شوي دي.