افغانستان کې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي

یو امریکایي پروفیسر او د امریکا د امنیت انسټیټیوت غړي پروفیسر برنېټ روبین ویلي، افغانستان کې د سولې لپاره د رامنځ ته شوي فرصت څخه باید سمه ګټه پورته شي او پرې نښودل شوي چې دا فرصت ضایع شي.

امریکایي پروفیسر برنېټ روبین په سېمه کې روانو اختلافاتو ته په اشارې ویلي، دا د نیکمرغۍ ځای دی، چې د سیمې ډیری هیوادونه د افغانستان د سولې په تړاو یوه خوله دي.

نوموړی زیاتوي، افغانستان کې سولې ته د رسېدو او د جکړې پای ته رسولو لپاره یوه بې سارې اجماع رامنځه ته شوې چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

د ده په خبره چین، پاکستان، هند او د سیمې نورو هېوادونو ته یې سفرونه کړي او دا ورته په ډاګه  شوې ده، چې ټول هېوادونه په یوه خوله افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

روبین پر افغان حکومت، وسله والو طالبانو او زلمي خلیلزاد غږ کړی، چې له دغه رامنځ ته شوې فرصت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او پرې نږدې چې دا فرصت یې له لاسه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې ارګ غواړي د سولې هوکړې لپاره اوربند اعلان شي، خو اجراییه ریاست بیا د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمولو ته ترجیح ورکوي او د سولې په دې برخه کې اجراییه ریاست د ارګ له غوښتنو سره په ټکر کې دی.