افغانستان کې د عملیاتو پرمهال یو امریکایي عسکر وژل شوی دی

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری د عملیاتو پرمهال وژل شوی دی .

بل لور وسلوالو طالبانو بیا ادعا کړې، چې د کندز ولایت په چهادرې ولسوالۍ یې یاد امریکایي سرتیری وژلی دی.