افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي تدامیچي یاموموتو ماموریت پای ته ورسېد

کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پنځه کلن کاري ماموريت پای ته ورسېد. هغه د کار د پای په پیغام کې لیکلي: “زه د میلیونونو افغانانو له دې هیلې سره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، له کابله ځم.” یاماموتو په خپل پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې ستونزې او سختۍ شته، خو باور لري چې د افغانستان خلک ‌یې د حل توان لري. په بیان کې ویل شوي چې ملګري ملتونه اوږه په اوږه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي. په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د خلکو د بشري حقونو او ازادیو لپاره د هغه د خدمت ستاینه کړې ده.