افغانستان کې د پاسپورت خدمات انلاين کيږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې د پاسپورت جوړولو خدمات انلاين پېل شي.

د راپورونو پر اساس ټاکل شوې ده چې د سې شنبه د مارچ په ۱۲مه نېټه د پاسپورت جوړولو انلاین خدمات پیل شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وينا سره سم دا پروسه د کب په ۲۱مه نیټه په یوه خبري غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او یو شمېر نور چارواکي هم موجود و، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر شهزاد آریوبي له لورې اعلان شي.

اوسمهال افغانستان کې د پاسپورټ اداره يو له شفافو څخه ګڼل کيږي چې د درغلۍ يا واسطې امکان يې کم ليدل کيږي او کار يې هم نه ځنډيدونکی دی.

نوره نړۍ کې پاسپورت او ګڼ نور رسمي خدمات په انلاین بڼه ترسره کېږي، انلاین خدمات پر دې سربېره چې د خلکو د وخت د ضایع کېدو مخه نیسي د افغانستان په څېر هیوادونو کې د فساد مخه هم تر ډېره نیولی شي خو د عامو خلکو لپاره به چې د کمپيوټر سره نابلدتيا لري دغه کار ستونزمن بريښي.