افغانستان کې د کرنا ویروس ۵۸۲ مثبتې پېښې اضافه شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې د یاد ویروس ۵۸۲ پېښې اضافه شوي، چې له امله یې ۱۱ تنه مړه شوي هم دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ زره پنځه سوه ۵۱ ته رسیږي.