افغانستان کې د کرنا ویروس ۷۹۱ مثبتې پېښې اضافه شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې د یاد ویروس ۷۹۱ پېښې اضافه شوي، چې له امله یې ۳۰ تنه مړه شوي هم دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ زره درې سوه ۴۲ ته رسیږي.

دغه وزارت زیاتوي، تر اوسه پورې ۱۸ سوه ۵۷ له دغې ناروغۍ ښه شوي او ۳۵۷ تنه مړه شوي دي.