افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر لسو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت په بلخ، سمنګان او کاپیسا ولایتونو کې د کرونا ویروس د درې نورو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی؛ چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس یا کووېډ ۱۹ مثبتو پېښو شمېر لسو ته رسیږي.

تر دې وړاندې د کرونا ویروس پنځه مثبتې پېښې په هرات، درې سمنګان او یوه – یوه مثبته پېښه په بلخ او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار ویلي، تر دا مهاله د کرونا ۱۸۱مشکوکې نمونې په لابراتوارونو کې ټسټ شوي دي، چې ۱۰ یې مثبتې وې او د(پروان، پکتیا او دایکندي) ولایتونو په ۱۷۱نورې منفي ثابتې شوې.

مایار وايي چې ۵۲ نورې مشکوکې پېښې تر څېړنو لاندې دي چې نتیجه به یې وروسته معلومه شي.