افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار ولایت کې دوه او تخار ولایت کې یو تن د کرونا ویروس یا کوېډ ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د یاد ویروس له امله د مړو شمېر ۱۴ تنو ته رسیږي.