افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۵ تنو ته رسېدلی

تازه بلخ کې په کرونا اخته یو کس مړ شوی دی چې ۵۳ کاله عمر یې درلود.

په دې سره تر اوسه په هېواد کې له کرونا ویروسي ناروغۍ څخه ١۵ تنه مړه شوي خو ۲۶ نور چې په کرونا اخته وو، بېرته ژغورل شوي دي.

همدا راز تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۴۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په هرات ولایت کې دي.