افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه

کابل کې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د کرونا په تړاو یو خبري کنفرانس کې وویل، چې دوی د دغه ویروس مخنیوي پر وړاندې بشپړ چمتوالی لري.

د نوموړي په خبره، هرات کې د کرونا وروستیو مشکوکو پېښو له ډلې یې دوه منفي او یوه مثبت ثبت شوه.

د یکشنبې په ورځ هرات کې د کرونا ویروس درې مشکوکې پېښې ثبت شوې وې، چې د تشخیص په موخه یې معاینات د کابل مرکزي لابراتوار ته ولېږدول شول.

دوشنبه کابل کې د افغانستان عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز په دې تړاو د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې له دغو درې مشکوکو پېښو یې دوه منفي او یوه بله مثبته ثبت شوه.

د نوموړي په خبره، پېښه په موقع پېژندل شوې او پر وړاندې یې ټول تدابیر نیول شوي دي، چې هېوادوال باید د دغه ویروس لا پراخېدو په تړاو اندېښنه ونه کړي.

که څه هم فیروز د یاد ویروس پر وړاندې د بشپړ تدابیرو نېولو خبر ورکړ؛ خو له هېوادوالو یې غوښتنه دا وه، چې له هرات ولایت څخه نورو او له نورو ولایتونو څخه هرات ته خپل سفرونه محدود کړي.

د کرونا ویروس پېښې ثبت افغانستان کې وروسته له هغې کیږي، چې ایران کې د دغه ناروغۍ له امله د مړیني او مثبتې پېښې ثبت شوې.

همدا راز افغان حکومت د کرونا مخنیوي په موخه له ایران سره په موقتي توګه پر هر ډول هوایي او ځمکني تګ راتګ بندیز اعلان کړی.