افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۹۹۳ ته لوړ شو

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په خپلو لابراتوارونو کې ګڼې مشکوکې پېښې څېړلې دي. د عامې روغتیا د وزیر فیروز الدین فیروز په وینا له دې ډلې۶۳ پېښې مثبتې وې چې په دې سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۹۹۳ ته رسېدلی دی. دده په خبره په هېواد کې د کرونا له امله تر اوسه ۳۲ کسه مړه شوي او ۱۳۱ کسه بېرته ترې جوړ شوي هم دي.

د ثبت شوو پېښو له ډلې ۳۱ یې په کابل کې دي.

تازه کونړ ولایت کې هم د کرونا ویروس ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، د دې پېښو سره ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹۹۳ ته لوړې شوې، په دې وروستیو ورځو کې کابل هغه ولایت دی، چې د نورو ولایتونو په نسبت پکې ډېرې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي.

فیروزالدین فیروز چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه کرونا درملنه نه لري او د پراختیا سرعت یې ډېر دی، نو که مثبتې پېښې ډېرېږي دوی یې د کنټرول او پر وړاندې د اقدام توان نه لري.