افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۱ ته لوړې شوې

د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا وایروس ۵ نوې مثبتې پېښې شوي دي، چې دوه په هرات، دوه لوګر او یوه پېښه بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.

د نویو پنځو پېښو سره افغانستان کې د یاد ویروس ټولې پېښې ۲۱ ته پورته شوې، چې هرات کې ټولې پېښې ۱۲، سمنګان کې ۳، لوګر کې ۲، بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکندي ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ګاونډي هېواد پاکستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۳ ته لوړې شوي، خو ایران کې یې بیا تر دا مهاله نږدې ۷۳۰ مړه کړي او شاوخوا ۱۴ زره نور پرې اخته شوي دي.