افغانستان کې د کرونا ویروس څخه د بېرته ژغورل شویو شمېر ۱۵ ته پورته شو

لوګر کې دوه او کابل کې یو کس چې په یاد ویروس اخته شوي وو، بېرته روغ رمټ شوي دي، چې په دې سره د له کرونا څخه د بېرته ژغورل شویو شمېر ۱۵ ته ورسېد.

همدا راز د عامې روغتیا وزارت ویلي، کابل، هرات، کندهار، پکتیا، بلخ، سمنګان، کاپیسا، تخار او زابل ولایتونو کې نوې ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان کې د نویو ۳۸ پېښو سره ټولې مثبتې پېښې ۳۳۷ ته پورته شوي دي.

تر ټولو ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې هرات، کابل او کندهار کې ثبت شوي دي، چې هرات کې ۲۱۵، کابل کې ۵۱ او کندهار کې ۱۳ تایید شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس له امله ۷ کسان مړه شوي هم دي.